د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د سره صلیب کمېټې له عملیاتي مرستیال چالس ار سبګا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د دې کمېټې له خوا تدریسي روغتونونو سره د روغتیايي همکاریو پر دوام خبرې شوې دي.
د لوړو زده کړو وزیر د سره صلیب کمېټه یو بې طرفه نړیوال بنسټ بللی.
نوموړي د دې بنسټ له لوري په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د جګړې قربانیانو او روغتیايي سکټور سره د مرستو ستاینه کړې او د دې همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی.
همدارنګه په افغانستان کې د سره صلیب د کمېټې عملیاتي مرستیال په افغانستان کې د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د دې بنسټ یو لړ غوښتنې یې د لوړو زده کړو له وزیر سره شریکې کړې دي.
نوموړي همداراز ویلي، د لوړو زده کړو وزارت غوښتنې او وړاندیزونه به له خپلو مسولینو سره شریک کړي.