د امربالمعروف، نهي عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزير شيخ محمد خالد الحنفي د نورستان ولايت له ديني عالماوو، قومي مخورو، د پوهنتون له استادانو او لوستو وګړو سره د امير المؤمنين حفظه الله د فرمانونو د تطبیق، په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنيوي او له اسلامي نظام سره د همکارۍ په موخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې شیخ محمد خالد الحنفي ویلي، د نورستان ولایت ولسونو په تېر جهادي بهير کې د اسلامي نظام د قيام لپاره بې شمېره د قدر وړ قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي نظام همکاري په موږ او تاسو فرض ده، نو پر همدې بنسټ په ټولنه کې د خوښۍ او غم په مراسمو کې د ناوړه کړنو او دودونه له منځه وړل، د مېرمنو د شرعي حقونو لکه؛ میراث، نكاح، مهر، په خاوند د نفقې برخه کې د ښځو حقونو ورکړه او په دې تړاو د عامه ذهنیت جوړول؛ د دیني علمای کرامو او قومي مخورو مسولیت دی چې له محتسبينو سره مرسته وکړي، ترڅو له منكراتو پاکه او په اسلامي اصولو برابره ټولنه ولرو.
دغه راز ښاغلي الحنفي ویلي؛ د امربالمعروف، نهي عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزارت مسـولين شپه او ورځ هڅه کوي، چې ستاسې ستونزې د حل په موخه له مسولینو سره شریکې کړي.
ورته مهال د ياد ولايت ديني علماوو او قومي مخورو له اسلامي نظام سره هر ډول همکاري او اطاعت خپل لومړیتوب بللی او په ټولنه کې یې د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنيوي برخه کې له محتسبينو سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.