د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په سیمهییزه او نړیواله کچه د چاپېریال ساتنې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په پار نن (چهارشنبه، د روان ۱۴۰۴ کال د غویي په ۱۷مه) نېټه د Dialogue Action سازمان له اجراییوي رییس جولیان واینبرګ او مرستیال کمال اوکدا سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون، د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو، په سیمهییزه او نړیواله کچه د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا او پر مختلفو چاپېریالي مسایلو خبرې وشوې.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه وویل؛ اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ دی او له زیانونو څخه یې ټول هېوادونه زیانمن شوي دي، چې له بده مرغه افغانستان ډېر زیات اغېزمن شوی هېواد دی.
مولوي مطیع الحق خالص د Dialogue Action سازمان له مسولینو غوښتنه وکړه، چې په سیمهییزه کچه د پرمختللو هېوادونو د تجربو شریکولو، تخنیکي همکارۍ، ظرفیت لوړونې، نړیوالو چاپېریالي غونډو او کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د ګډون زمینې برابرول او د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره دې، هلې ځلې وکړي.
د Dialogue Action مسولینو وویل، موږ به هڅې وکړو چې د چاپېریالي موضوعاتو او اقلیمي بدلون په برخه کې د نړیوالو ارګانونو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره مخکې قدمونه واخلو.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او هوکړه وشوه، چې نړیوال سازمانونه او موسسې باید د چاپېریال ساتنې په برخه کې یادې ادارې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.