د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
په دې ویډیو کنفرانس کې د افغانستان او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي اړیکو، د دیپلوماتیکو اړيکو د کچې پر لوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو، په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د چارو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې تر بل هر وخت پياوړې او د لا زیاتو همکاریو او پرمختګونو لپاره یې شرایط برابر بللي دي.
مولوي امير خان متقي يو ځل بيا د ګډو سترو اقتصادي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان د حکومت ژمنتيا په ډاګه کړې.
رشید مردوف د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې ارزولې دي او په نږدې راتلونکي کې یې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ورکړی دی.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير همداراز ژمنه کړې، چې هېواد به يې په لنډه موده کې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کي نورې اسانتياوې هم راولي.
دواړو لوريو هوکړه کړې، چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د ریل پټلۍ پراختیا، برېښنا، ترانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به ناستو او مشورو ته دوام ورکوي.