د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پکتیکا ولايت کې راستنو شويو کډوالو لپاره د استوګنې نوی ښارګوټی پرانيست.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا مرستيال والي، علماوو، مشرانو او يو شمېر ځايي مسولین شتون درلود.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اشغالګرو لخوا د هېواد د اشغال پر مهال ډېری افغانانو له دين څخه د دفاع او د ځان او مال ساتنې په موخه بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول او اوسمهال زموږ دغه هېوادوال په زور د ګاونډيو او نورو هېوادونو لخوا ایستل کيږي، خو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون له لوري ورته د خوراکي توکو، اوبو، مېشتېدنې، روغتيايي، تعليمي او ترانسپورټي اسانتیاوې برابريږي.
نوموړي د ګاونډيو او نورو هېوادونو لخوا په غير اصولي ډول د افغان کډوالو د ایستلو پروسې په تړاو زیاته کړې، د اسلامي امارت رهبري او مسولين په ټولو امکاناتو هڅه کوي، ترڅو په زور ایستل کېدونکو افغان کډوالو ته غوره خدمتونه وړاندې شي، چې هغوی وتوانېږي په خوښۍ او ارامۍ په کور دننه ابرومندانه ژوند ولري.
د يادونې وړ ده، چې په ۳.۵ زره جريبه ځمکه دغه ښارګوټی د استوګنې یو زر او ۶۵۲ نومرې لري او د ټولو امکاناتو په لرلو سره د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې جوړېږي.
همداراز هغو کډوالو ته چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون لخوا به مستحق وپېژندل شي، د يوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شي.