د پاسپورټ لوی رییس مولوي عبدالکریم حسیب د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په خبري ناسته کې ویلي، چې تېر کال په هېواد کې نږدې ۲.۳ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوي او له درکه یې میلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاسپورټ ریاست تخنیکي برخه هم په بشپړه توګه سمبال شوې او ډیټابس یې د زیاتو معلوماتو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
دغهراز په مرکز او ولایتونو کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې او په یوه ورځ کې د متقاضیانو غوښتنو ته په پام سره له دوو تر پینځو زرو پاسپورټونه وېشل کېږي.
د ښاغلي حسیب په وینا، د پاسپورټ په اداره کې د کمېشن اخیستلو پروسه په پوره ډول له منځه تللې او د متقاضیانو د غوښتنو په پام کې نیولو سره یې پاسپورټونه د افغان پسټ خدماتي ادارې له لارې ورته رسول کېږي.