ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر په غزني ولايت کې د هغو کډوالو لپاره چې په زور د ګاونډیو هېوادونو را اېستل کېږي، نوی ښارګوټی پرانيست.

په دغو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د غزني والي، د پکتیکا مرستيال والي، علماوو، مشرانو او د غزني يو شمېر نورو ځايي مسولینو شتون درلود.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، د اسلامي امارت رهبري او مسولین شپه او ورځ کوښښ کوي، ترڅو هغو هېوادوالو ته چې په زور له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه رااېستل کېږي، په کور دننه د ارامۍ او هوساینې زمینه او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړې، اسلامي امارت راستنېدونکو ته د خدماتو او ټولنیزې هوساینې برابرولو لپاره خپل وس نه درېغوي.

د يادونې وړ ده، چې په غزني ښار کې د کډوالو لپاره دغه ښارګوټی په څلور زره جريبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی او لومړی فاز یې له یو زر او ۹۰۰ جریبه څخه زیات دی.