ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان حاجيانو لومړی ۲۳۰ کسيز کاروان له مدينې منورې څخه مکې معظمې ته روان شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په سعودي عربستان کې د حاجيانو ۲۳۰ کسیز لومړی کاروان له مدينې منورې څخه مکې معظمې ته ولېږل شو.

د حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ عارف الله عارف، چې د دې کاروان د لېږد چارې یې له نږدې څارلې، ملي تلویزیون ته ویلي، چې یادو حاجیانو په مدینه منوره کې عبادات بشپړ کړي او له مقدسو ځایونو څخه یې لیدنې کړې دي.

د دې کاروان زیارت کوونکي خوښ دي، چې په مدینه منوره کې له عباداتو وروسته د مکې معظمې په لوري د حج د فریضې ادا کولو په موخه روانېږي.

دوی وايي، سږ کال د حج او اوقافو وزارت له لوري په مدینه منوره کې حرم شریف ته نږدې استوګن‌ځایونه ورته نيول شوي او ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې وې.

د یادونې وړ ده، چې له افغانستان څخه د حج مراسمو ته د تلونکو ۳۰ زره کسانو له جملې ۱۵ زره مدینې منورې ته ځي او له ټاکل شوې مودې وروسته مکې معظمې ته لېږدول کېږي. دغه‌راز ۱۵ زره نور چې له هېواد مکې معظمې ته ځي، د حج له مراسمو وروسته د عباداتو او مقدسو ځایونو د لیدنې په موخه مدینې منورې ته لېږدول کېږي.

افغان حاجيان خوښ دي، چې د تېر په پرتله يې خدمات ښه شوي او د حج د لارښوونکو له لوري ښه لارښوونه ورته کېږي.