ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له شيخ احمد بن عبدالله ال ثاني سره د عامې روغتیا د وزیر لیدنه؛ د نیمرزو ولایتي روغتون د تجهیز ژمنه شوې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د شيخ احمد بن عبدالله ال ثاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیا سکتور لپاره د همکاریو پر زیاتوالي او د مرستو پر را جلبولو خبرې شوې دي.

شيخ احمد بن عبدالله ال ثاني د نیمروز ولایتي روغتون لپاره چې څه موده وړاندې یې پرانسته وشوه، د دوه میلیون ډالرو په ارزښت د عصري وسایلو د مرستې ژمنه کړې او ویلي یې دي، اړوند عصري وسایل او تجهیزات به په شپږو میاشتو کې چمتو او د عامې روغتیا وزارت مسولینو ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړې، راتلونکي کې هم د افغانستان د عامې روغتیا سکتور سره ورته مرستو ته اراده لري او په وینا یې د مرستو د را جلبولو لپاره به لا هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د خپلې داخلي بودیجې او نړیوالو مرستو پر مټ د هېواد روغتیایي سیستم لا پیاوړی او د خلکو اړتیاوو ته ښه رسېدنه وشي، چې په همدې موخه د مرستو په مدیریت کې د پام وړ شفافیت او اسانتیاوې رامنځته شوې دي.