ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر: هڅه کوو چې روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ماشومانو ساتنې نړیوال سازمان د بشري چارو له لوړ پوړي رییس عبدالرحمن شریف سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې پر یو شمېر روغتیايي موضوعاتو خبرې وشوې.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني هم شتون درلود.

عبدالرحمن شریف د یاد سازمان د فعالیتونو سربېره د بېرته راستنېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو اړوند معلومات شریک او په مرکز کې یې د بېرته راستنېدونکو لپاره د خدماتو وړاندې کېدو برخه کې د چمتوالي ډاډ ورکړ.

د عامې روغتیا وزیر د یاد سازمان له ترسره شویو فعالیتونو څخه د هرکلي ترڅنګ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه او د مرستو په غوره مدیریت او معیاري خدمتونو پر وړاندې کېدو یې ټینګار وکړ.

مولوي نور جلال جلالي همداراز وویل، هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو، ترڅو په راتلونکي کې د یو باثباته او پیاوړي روغتیايي سیسټم په لرلو سره د هېواد ټولو اوسېدونکو ته لا معیاري خدمات وړاندې کړو.