ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع‌الحق خالص د UNDP له مشر سره د اقلیمي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص د ۱۴۰۴ کال د ثور په ۱۸ مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رییس سټیفن سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون، چاپېریالي پروژو، د ګډې همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا په تړاو بحث او خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د (UNDP) د مشر او مل پلاوي هرکلی کړی او د دوی له راتګ څخه یې مننه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر سټیفن ویلي، چې له چاپېریال ساتنې ادارې سره ښه همغږي او همکاري لري.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید زموږ او (UNDP) تر منځ ستراتېژیکه همکاري پیاوړي شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په ملي کچه د افغانستان د ټاکل شوې ونډې سند NDC_2 چمتو شوی، چې د ملګرو ملکتونو د اقلیم بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته د سپارلو په برخه کې د UNDP همکاري اړینه ده.

همدارنګه د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د NDC_3 سند په چمتو کولو په برخه کې (UNDP) د دې ادارې مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

ښاغلي خالص غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید ځوانانو ته د ګډون زمینه مساعده شي، په نړیوالو چاپېریالي غونډو خصوصاً (COP-30) کې د ادارې د پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې وشي او د تګ امکانات دې ورته برابر شي.

په دې لیدنه کې همدا راز له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې د نیالګیو کېنول مهم بلل شوي او مولوي مطیع الحق خالص ټینګار کړی، چې په راتلونکي کال کې باید د نړیوالو او ملي بنسټونو لخوا د نیالګیو کېنولو کچه درې او یا لږ تر لږه د سږ کال په پرتله دوه برابره شي، ځکه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغیزمن شوی هېواد دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام (UNDP) مشر ښاغلي سټیفن د همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې زموږ همکاري محدوده نه ده، بلکې په هره برخه کې د افغانستان ملاتړ کوو او هر هغه څه مو چې په وس کې وي خپلو هڅو او همکاریو ته به دوام ورکړو.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ په ټولو نړیوالو غونډو کې د افغانستان د ستونزو یادونه کړې او له بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه مو غوښتي، چې چاپېریالي او صحي موضوعات دې نه سیاسي کوي.

د لیدنې په پای کې د همکارۍ او همغږۍ په پیاوړتیا ټینګار شوی او هوکړه شوې، چې د ذکر شويو مسایلو په هکله به تخنیکي ټیمونه خپل کار ته ادامه ورکړي او د موجوده ستونزو د هوارولو لپاره به مناسبې حللارې ولټوي.