په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت فرهنګي اتشې عزتالله اصف د ایران د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو پراختیا او مطالعاتو سازمان د کلتوري اړیکو له مرستیال ډاکټر عبدالرضا راشد سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د یاد سازمان مرستیال ډاکټر عبدالرضا راشد د لا زیاتو او غوره همکاریو لپاره خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی.
ښاغلي اصف د نوي کال د فرهنګي پروګرامونو په اړه له نوموړي سره خبرې کړې او له یاد سازمان څخه یې د اغېزناکو او پراخو همکاریو غوښتنه کړې ده.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د خپلو موخو د تحقق لپاره به یو مستقیم ارتباطي کانال جوړوي.