ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هند او پاکستان د کړکېچ دوام؛ دواړو لوریو د یوه او بل د الوتکو د نسکورېدو ادعاوې کړې

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د کراچۍ او لاهور ښارونو په ګډون یې په بېلابېلو سیمو کې د هند ۲۵ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

دغه راز هند هم ادعا کړې، چې د دې هېواد تر کنټرول لاندې په کشمیر او نورو سیمو یې د پاکستاني الوتکو او توغندیز بریدونه شنډ کړي دي.

په کشمیر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کنټرول لاین په اوږدو کې د ډزو د تبادلې لړۍ لا هم روانه ده.

د راپورونو له مخې، د پاکستان لوري ته تېره شپه د ډزو تبادلې تر سهاره دوام درلود.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکي وايي، چې د ډزو په تبادله کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د هند پوځ ادعا کړې، چې پاکستان یې پر درېیو پوځي اډو د توغندیو او ډرونونو په وسیله بریدونه کړي او د دوی له لوري شنډ شوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د خپلو ځواکونو بریدونو رد کړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، چې امریکا مداخله نه کوي. نوموړي دې نښتو ته اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې هیله لري خبره تر اټومي جګړې ونه رسېږي.

د دواړو لورو تر منځ د نښتو له امله د هند او پاکستان د غوره لیګونو لوبې هم زیانمنې شوې.

د پاکستان کرېکټ بورډ متحده عربي اماراتو ته د دې هېواد د غوره لیګ یا «پي‌‌اس‌اېل» د پاتې لوبو لېږدول تایید کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ دغه پرېکړه راولپېنډۍ ښار کې د کرېکټ پر لوبغالي د یوې بې‌پیلوټه الوتکې تر برید وروسته کړې ده.

هند هم تېره شپه د خپل غوره‌لیګ یوه لوبه لغوه کړه او تازه یې د ای‌پي اېل د ځڼدولو اعلان کړی.

سربېره پر دې په پاکستان کې د امریکا سفارت، لاهور کې د خپلې قونسلګرۍ کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د بې پېلوټه الوتکو بریدونو، چاودنو او هوایي ګواښونو د ویرې له امله ځانونه خوندي وساتي.