د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې وزارت له خالصو او اضافي ځمکو څخه لیدنه کړې او له دې سرچينو څخه يې د خصوصي سکټور د پانګونې په موخه د اغېزناکې کار اخيستنې غوښتنه کړې ده.
د دې لیدنې په ترڅ کې پانګوالو ته په یادو سیمو کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې شته فرصتونه څېړل شوي.
د کرنې وزیر سپارښتنه کړې، چې د یادو ځمکو د ښې استفادې لپاره دې منظم پلان جوړ او وزارت ته دې وړاندې شي، تر څو د اجارې له لارې پانګوالو ته وسپارل شي.
د طرحې له مخې، ټاکل شوې چې په یوه خالصه ځمکه کې یو څو پوړیزه ودانۍ جوړه شي، چې هر پوړ به یې یوې کرنیزې برخې ته ځانګړی وي. په دې ودانۍ کې به یو پوړ د حبوباتو، یو د نباتاتو، یو د غوښو، او بل هم د زعفرانو د ترویج او نندارې لپاره ځانګړی شي.
دا اقدام به د هرات په ولایت کې د یو تخصصي کرنیز او سوداګریز مرکز په توګه د کرنیزو تولیداتو د بازارموندنې او پراختیا زمینه برابره کړي.
مولوي عطاالله عمري ټینګار کړی، چې خصوصي سکټور ته د خالصو او اضافي ځمکو له سپارلو سره د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو، پروسس او بازارموندنې په برخو کې پانګوالو ته نوي فرصتونه رامنځته کېږي، چې دا به د اقتصادي ودې تر څنګ د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره کړي.