د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وايي، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د جرمني د سوداګرۍ له خونې سره د همکارۍ هوکړه وکړه.
د دې هوکړې پر بنسټ به د جرمني سوداګر په افغان نندارتونونو کې او افغان سوداګر به بیا د جرمني په نندارتونو کې ګډون وکړای شي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د نړۍ له هېوادونو سره ستراتیژیکې اقتصادي اړیکې د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزه وده کې د پام وړ مرسته کولای شي.
د افغان-جرمن سوداګرۍ خونه په ۱۳۹۸ کال کې جوړه شوه، خو د سیاسي پرمختګونو له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.
د دې خونې چارواکي وايي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.