د قشقري نفتي بلاک د استخراج ارزونې په اړه ټاکل شوې کمېټې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۰مه خپل راپور د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ته وړاندې کړ.
دا کمېټه د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند په لارښوونه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري ټاکل شوې وه.
یادې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، تر څو د قشقري نفتي بلاک د قرارداد تطبیق په برخه کې د قراردادي شرکت نیمګړتیاوې وارزوي. دې کمېټې د قراردادي شرکت نیمګړتیاوې او په ساحه کې د شته ستونزو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال له لوري لارښوونه ورته وشوو، تر څو یاد راپور د وروستي تصمیم نیونې په موخه د ریاستالوزرا له عالي مقام سره شریک کړي.