ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوتین له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې پنجشنبه د (مې ۱۵مه) د ترکیې په استانبول ښار کې له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی.

نوموړي ویلي، چې د جدي خبرو اترو له لارې باید د جګړې اصلي لاملونه حل او د تلپاتې او پیاوړې سولې پر لور حرکت پيل کړو.

د روسیې ولسمشر نن سهار یکشنبه ویلي: “موږ کیېف ته وړاندیز کوو، چې له شرط پرته په استانبول کې مستقیمې خبرې اترې پيل کړي.”

پوتین زیاته کړې، چې نن به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم په دې تړاو خبرې وکړي.

اوکراین لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

پوتین په کیېف کې د ګڼو اروپايي مشرانو له لوري د ۳۰ ورځني اوربند له غوښتنې څو ساعته وروسته د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ.

اروپايي مشرانو د روسیې له ولسمشر غوښتي وو، چې یا دې له اوکراین سره بې له شرطه ۳۰ ورځنی اوربند وکړي او یا به د دوی له سختو بندیزونو سره مخ شي.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې اوکراین ته د زرګونه روسي ځواکونو د لېږلو امر وکړ. دا کړنه د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له ناورین راهیسې د روسیې او لوېدیځ تر منځ په جدي کړکېچ بدله شوې ده.

ولادیمیر پوتین ویلي، چې روسیې څو ځلې اوربند وړاندیز کړی، د انرژۍ په تاسیساتو یې بریدونه ځنډولي، د ایسټر پر مهال او د دویمې نړیوالې جګړې د بریا ۸۰یمې کلیزې د نمانځلو په جریان کې یې اوربند اعلان کړی دی.

روسیې وروستی ۷۲ ساعته اوربند (د مې له ۸مې تر ۱۰مې) د دویمې نړیوالې جګړې د بریا ۸۰یمې کلیزې په مناسبت اعلان کړ. د دې اوربند په جریان کې دواړو لوریو یو بل په سرغړونه تورن کړي.