هند او پاکستان یو بل تورن کړي، چې د اوربند له اعلان څو ساعته وروسته یې سرغړونه کړې ده.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له چاودنو وروسته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وېکرم میسري ویلي، چې د اوربند له هوکړې پرلهپسې سرغړونې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا پر هند تور پورې کړی، چې له اوربند څخه یې سرغړونه کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې د اوربند هوکړې ته ژمن دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شنبه اعلان وکړ، چې هند او پاکستان په سملاسي او بشپړ اوربند هوکړه کړې ده.
د پاکستان او هند د پوځي عملیاتو عمومي مدیرانو د ټلېفوني اړیکې له لارې هم هوکړه کړې وه، چې دواړه خواوې به په وچه، هوا او سمندر کې ټول پوځي بریدونه دروي.
له دې اعلان وروسته دواړو لوریو چمتووالی څرګند کړ، خو څو ساعته نه و تېر، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د درنو چاودنو غږونه واورېدل شول. وروسته دواړو لوریو یو بل په سرغړونه تورن کړل.
د هند او پاکستان تر منځ د تېرو څو ورځو نښتې په وروستیو څو لسیزو کې تر ټولو جدي بلل کېږي.
هند د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، پر پاکستان د ډورن او توغندیو بریدونه پیل کړل.
هند په دې برید کې پاکستان ښکېل وباله، خو اسلاماباد پکې هر ډول لاس لرل رد کړل.