د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ او مرکز ګردیز کې د “حسین خېلو د اقلیم بدلون سره د مقابلې پروژې” ترسرلیک لاندې د پينځو پروژو چارو پرانیسته وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ یادې پروژې د ۲۷ میلیونه، ۹۸۶ زره او ۵۱۹ افغانیو په لګښت د کابل عمومي حوزوي ریيس انجنیر محمد عارف مومند، د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریيس مولوي محمد کریم فاتح، د پکتیا ولایت د دفتر ریيس مولوي نورالله ممتاز، سیمه ایزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت ته په اشارې سره د بنسټیزو پروژو پلي کول یو اړین ګام وباله او د افغانستان د اسلامي امارت له لوري تر کار لاندې سترو پراختیایي پروژو په اړه یې اړین معلومات وړاندې کړل.
د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریيس وویل؛ د “حسین خېلو د اقلیم بدلون سره د مقابلې ترسرلیک لاندې پروژه” څلور برخې لري، چې پکې د بیټکې چکډېم او ټرینچونه، د حسین خېلو کاریز ساتندوی دېوال، د بر ملایانو کاریز د اوبو حوض او شولګډ کاریز سربند او کانال شامل دی؛ چې ټول لګښت یې ۱۵ میلیونه، ۲۲۶ زره او ۸۲۰ افغانۍ دي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي لګښت د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
نوموړي همداراز وویل، د دې پروژو چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې او ورسره به له ۱۰۰ هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه خړوبه شي.