ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شبرغان-الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې ۸۵ سلنه پر مخ تللې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۲۱مه پخپل کاري دفتر کې د افغان انوېسټ خصوصي شرکت له مسولینو سره لیدنه وکړه.

د یاد شرکت مسولینو د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره د شبرغان-الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې، د دښت الوان سب‌سټېشن د پراختیايي چارو او د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د کاري پرمختګونو راپورونه شریک کړي.

دوی ویلي، چې د شبرغان-الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې په ښه ډول روانې دي، اوس‌مهال یې ۸۵ سلنه کارونه پر مخ تللي او په ټاکلي وخت به بشپړې شي.

دغه‌راز د دښت الوان سب‌سټېشن تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او په نږدې وخت کې به یې ساختماني چارې هم پيل شي.

د افغان انوېسټ شرکت مسولینو زیاته کړې، یاد شرکت د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان سروې بشپړه کړې او اوس‌مهال یې په ابتدايي ډول اکتشاف پيل کړی، چې له ۲۰۰ زیات هېوادوال په کار پکې بوخت دي.

د دوی په خبره، په هېواد کې یې دننه د یاد کان د پروسس په موخه د معیاري فابریکې ډیزاین هم پيل کړی، چې له بشپړېدو وروسته به یې د جوړولو چارې پيل کړي.

د دې شرکت مسولینو په یوشمېر برخو کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د یاد شرکت په شویو کارونو خوښي څرګنده کړې او د ټولو شریکو شویو ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی دی.