د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند مولوي سیفالاسلام خیبر په یوه غږیز کلیپ کې ویلي، هېڅ فرد او بنسټ ته دا اجازه نشته، چې ټولنیزې رسنۍ د خپلو ناسمو او غیرې اخلاقي موخو لپاره وکاروي.
ښاغلي خیبر زیاته کړې، امر بالمعروف وزارت د خپلو قانوني صلاحیتونو او امکاناتو په رڼا کې هغه ټولې شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري، چې د امت د عقیدې، فکر او ټولنیز روان د تخریب هڅې کوي.
د امربالمعروف وزارت ویاند ټینګار کړی، چې ټولنیزې رسنۍ باید د موثقو خبرونو خپرولو، دیني او عصري علومو د ترویج، د مسلمان امت د یووالي او یو د بل د درناوي لپاره وکارول شي، نه دا چې د تعصب، سپکاوي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لامل وګرځي.
مولوي سیفالاسلام خیبر له ټولو ځوانانو، د ټولنې له غړو او په ځانګړي ډول له مسافرو وروڼو جدي غوښتنه کړې، چې رسنۍ د اسلام د دفاع، د امت د وحدت ټینګښت او اخلاقي ارزښتونو د پالنې په موخه وکاروي، تر څو په دنیا او اخرت بریالی امت وپېژندل شو.
نوموړي یو ځل بیا ټولو ته یادونه کړې، چې د ټولنیزو رسنیو هر ډول نامشروع او غیرې اخلاقي استعمال د قانوني تعقیب وړ دی او په دې برخه کې ولس له وزارت سره بشپړه همکاري کوي.