د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، تمه ده چې سږ کال به په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات نهه زره او ۳۸ متریک ټنو ته ورسېږي.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وایي؛ چې د دې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې پر دوه زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي، چې د حاصلاتو ترڅنګ څه باندې درې زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ تېر کال په ننګرهار کې اته زره او ۹۶۴ متریک ټنه د شفتالو حاصل تر لاسه شوی و، چې سږنی د اټکل له هغې لوړ ښودل شوی او تمه ده، چې څه باندې نهه زره ټنو ته ورسېږي.
ننګرهار کې د شفتالو شلیل، ایرلي ګرېنډ، فلاوایټ، فلوریډاکینګ او فلا ګولډ ډولونه کرل شوي، چې شلیل او ایرلي ګرېنډ یې د نورو ډولونو په پرتله یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کېږي.
په ورته مهال د کرنې د برخې متخصصان وايي، ننګرهار د شفتالو لپاره مناسبه ځمکه او هوا لري، ځکه تېرو څو کلونو کې په کمسارې توګه د شفتالو کرلو ته مخه شوې.
د ننګرهار په بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، شېرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور، کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې د یاد ولایت د بڼوالۍ د پراختیا او اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي.