د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بېپولې ډاکټرانو بنسټ له مشر میکایل لیپي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په هېواد کې د بېپولې ډاکټرانو اړوند روغتیایي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، په خدماتو کې روڼتیا، د عامې روغتیا وزارت سره پر لا ښې همغږۍ او د دوامداره ګټورو خدماتو په اړه خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي له روغتیایي سکټور سره د یادې ټولنې لخوا د مرستو زیاتوالی او پراختیا اړینه ګڼلې او په دې برخه کې یې د خدماتو د لا پراختیا غوښتنې ترڅنګ، د روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د خدماتو پر کیفیت، ګټورتوب او روڼتیا ټینګار کړی دی.
دغه راز، په یاده لیدنه کې د بېپولې ډاکټرانو مشر هم په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو او دې برخې ته د لا زیاتې پراختیا ورکولو ژمنه کړې او د خدماتو پر کیفیت او همغږۍ یې ټینګار کړی دی.
میکایل لیپي په هرات، کندوز او هلمند ولایتونو کې د خدماتو پر دوامداره ساتلو خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې یاد مرکزونه به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ فعال وساتي.
هېره دې نه وي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د بېپولې ډاکټرانو مشر او استازو یې هم ګډون کړی و.