د الجزیرې د راپور له مخې، د خان یونس ښار په «ناصر» روغتون د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې فلسطینی خبریال حسن اصلیح شهید شوی.
دا خبریال چې د ترور په ناکامه هڅه کې ټپی شوی و، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د یاد روغتون د سوځېدنې په څانګه کې بستر و.
حسن اصلیح هغه خبریال و، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې (طوفان الاقصی) عملیاتو ته یې خبري پوښښ ورکړی و.
د غزې د رسنیو مرکز ویلي، چې د حسن اصلیح په شهادت سره په غزه کې ۲۱۵ خبریالانو ژوند بایللی. یاد دفتر په سیسټمیاټیک ډول د فلسطیني خبریالانو ترور او په نښه کول په کلکو ټکو غندلي دي.
اسرائیلي یرغلګرو له څو ساعته ځنډ وروسته یو ځل بیا پر غزه تړانګه بریدونه پيل کړي.
د دې بریدونو له امله د غزې په ختیځه برخه کې لږ تر لږه ۳۹ فلسطینیان شهیدان شوي.
صهیونیستي یرغلګرو وروسته له هغه بیا بریدونه پيل کړل، چې حماس اسلامي غورځنګ امریکايي تابعیت لرونکی اسرائیلي عسکر ایډين الکساندر صهیونیستي رژیم ته وسپاره.
اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو تر څنګ غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه هم نیولې. په غزه کې نړیوالو مرستندویه بنسټونو اعلان کړی، چې د دې تړانګې ټول اوسېدونکي د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش له دې اعلان وروسته یو ځل بیا د غزې د کلابندۍ پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۲ زره او ۸۶۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۹ زره او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.