د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمدنعیم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو له مشر میکېل لوپۀ سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا او د راستنو شویو کډوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې وشوې.
دوکتور محمدنعیم د یادې ټولنې بشردوستانه هڅې وستایلې او ویې ویل؛ د افغانستان اسلامي امارت روغتیايي سکټور ته ځانګړې پاملرنه لري، د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو بهیر روان دی.
افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو مشر د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت د ښې همغږۍ او مرستې له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د مور او ماشوم روغتیا او د روغتیايي کادرونو د ظرفیت لوړونې په برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.