د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ د دغه وزارت رهبري شورا ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د لوړو زده کړو په برخه کې ځینو مهمو لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په اشارې وویل؛ په تېرو څو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ مثبت او تاریخي بدلونونه راغلی دي، کیفیت ته پاملرنه زیاته شوې او په پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو مخنیوی شوی دی.
شیخ ندا محمد ندیم همداراز د دې وزارت له بېلابېلو مسولینو او د شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې خپلې کړنې د اسلامي ارزښتونو سره سمې کړي او اسلامي نظام ته د خپلې ژمنتیا روحیه لا پیاوړې وساتي، څو له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د امارتي پوهنتونونو له لوري د خصوصي لوړو زدهکړو بنسټونو د څارنې لارښود، د امارتي تحصیلي نهادونو د فوق لېسانس پروګامونو د ازموینې لارښود، د تحصیلي بنسټونو د تدریس کیفیت لوړولو طرحه، لېسانس برنامو کې د تحصیلي دورې د مودې ټاکنه او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.