د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره روځ دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۲مه نېټه له یوشمېر کورنیو پانګوالو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو پانګوالو ویلي، چمتو دي چې د حاجي ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او ایستلو په موخه په درېیو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالره ګډه پانګونه وکړي.
د دغو پانګوالو د معلوماتو له مخې، دوی به له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په شریکه په مسلکي ډول ایستل ترسره او همدا راز به یې په هېواد کې دننه د پروسس په موخه پر نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ مجهزه کارخونه جوړه کړي.
دغه کارخونه به په ورځني ډول د نهه زره ټنه سفنج اوسپنې د پروسس وړتیا ولري، چې په مستقیم ډول به شپږ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او د هېواد ۱۰۰ سلنه اړتیا به پوره کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اوسپنې اکتشاف او ایستلو په برخه کې د یادو پانګوالو له پانګونې هرکلی کړی او د اسلامي امارت له لوري یې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
دغهراز ملا عبدالغني برادر اخوند د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو ته لارښونه کړې، څو په دې برخه کې له یادو پانګوالو سره په ګډه کار وکړي او د خپلو کړنو راپور شریک کړي.