ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د ملي پراختیا شرکت لاسته‌راوړنې!

ملي پراختیا شرکت د امارتي شرکتونو لوی ریاست په اډانه کې له شته سرچینو په ګټې اخیستنې په معیاري توګه او کم لګښت د پروژو چارې مخته وړي، تر څو هېواد تلپاتې وده وکړي او د پراختیايي کړنلارې پلي کېدل چټک شي.

دغه‌راز دا شرکت په کاري فرصتونو کې د زیاتوالي راوستلو پر بنسټ د اوږدمهاله پلانونو په پلي کولو سره په غربت او فساد کې کمښت رامنځته کوي.

ملي پراختیا شرکت د هېواد په اقتصادي وده کې رغنده ونډه لري او د افغانستان پر ځان بسیا کولو کې یې کوټلي او عملي ګامونه اخیستي دي.

دې شرکت د افغانستان اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېواد د ابادۍ په برخه کې د ګڼو سترو پروژو چارې پیل کړې، چې ځینې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د ملي پراختیا شرکت سترې پروژې:

۱- د قوش‌تيپې ستر او ملي کانال، چې د لومړي فاز چارې یې بشپړې شوې، د دویم یې ۸۷ سلنه پرمخ تللې او ژر به یې د درېیم فاز چارې هم پیل شي.

۲- د تخار د نمک اب کانال چارې بشپړې شوې دي.

۳- د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو چارې بشپړې شوې دي.

۴- د زابل د تورې بند چارې بشپړې شوې دي.

۵- د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونو د استخراج چارې روانې دي او په دې ولسوالۍ کې ۲۰۰ کیلو متره خام سړکونه جوړ شوي.

۶- په کابل ښار کې د درېیو استوګنیزو ښارګوټو چارې روانې دي.

۷- په کابل ښار کې د افغان ملي ماڼۍ چارې روانې دي.

۸- د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر لپاره په ۷ زره متره مربع مساحت کې د ودانۍ جوړولو چارې روانې دي.

۹- ملي پراختیا شرکت د فلزي عناصرو او ودانیزو توکو د تولید فابریکې جوړې کړې دي.

۱۰- په روزګان کې د اغاجان بند د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې دي.