ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان کډوالو کړکیچ ته د اسلامي امارت تدبیرونه

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري اېستلو او بېرته راستنېدلو شدت موندلی دی. زرګونه افغان کورنۍ، چې په تېرو لسیزو کې یې د جګړې، ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله په ځانګړي توګه پاکستان او ایران ته کډوالې شوې وې، اوس بېرته خپل هېواد ته راستنېږي.

 د افغان کډوالو دا پراخه راستنېدنه، دقیق او ښه پلان جوړونې او مدبرانه اقداماتو ته اړتیا لري؛ ترڅو له دې لارې د دوی لومړنۍ او بنسټیزې اړتیاوو او ستونزو ته رسېدنه وشي.

د رسمي راپورونو او نړیوالو سرچینو پر بنسټ، یوازې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه په لویه پیمانه د افغان کډوالو راستنېدو او د هغوی د استوګنې، معیشت، لومړنیو خدمتونو او نورو ټولنیزو ستونزو ته په کتو، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د دې موضوع د حساسیت او اهمیت په درک کولو سره، په یوه مدبرانه او تاریخي اقدام کې، د ۲۳/۳/۱۴۴۵ هجري قمري کال د (۱۷۵) ګڼې حکم پر بنسټ، د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون رامنځته کړ.

دا اقدام د کډوالو د راستنېدو د لویې څپې له امله رامنځته شوي بشري ناورین ته د ځواب ویلو او په ملي کچه د ښې همغږۍ رامنځته کولو لپاره تر سره شو.

د دې ترڅنګ، یاد کمېسیون په ځانګړي توګه، د دغه بهیر د سالم مدیریت، د لومړنیو او بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره جوړ شوی دی.

د همدې حکم پر بنسټ، د یاد کمېسیون په جوړښت کې ۱۲ کاري کمېټې هم رامنځته شوې.

دغه کمېټې په بېلابېلو برخو لکه؛ د کډوالو د ثبت د مرکزونو جوړولو، د دولتي ادارو او مرستندویه سازمانونو ترمنځ د همغږۍ کچې زیاتولو، د مالي او تخنیکي مرستو جلبولو، د لومړنیو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو، د خوړو او معیشتي مرستو وېش، تعلیم ته لاسرسي، د حقوقي ستونزو حلولو، د لنډمهاله مېشتېدنې او د کډوالو د ښارګوټو لپاره د ځمکو د تخصیص برخه کې ورسپارل شوي مسولیتونه ترسره کوي.

د یاد کمېسیون له فعالیت راهیسې، د بېلابېلو ادارو مسولینو د دغه زیان منونکي قشر د ملاتړ او د دوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره مهم اقدامات ترسره کړي دي.

دغه کمېسیون د بې شمېره ګټورو اقداماتو د ترسره کولو ترڅنګ، د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړول، یو له نورو مهمو اقداماتو څخه ګڼل کېږي.

دغه ښارګوټي د بېرته راستنېدونکو کډوالو د استوګنې او د دوی د ژوند لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو په موخه جوړېږي.

د مسولینو په خبره، دا اقدام د دولت د بشري مرستو د سیاستونو برخه ده، چې د هېواد د بیارغونې او د بېرته راستنېدونکو کډوالو ملاتړ لپاره ترسره کیږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلومات له مخې، د هېواد د ۲۵ ولایتونو لپاره د کډوالو د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوي او په ځینو ولایتونو کې د مستحقو کسانو لپاره د نمرو وېش هم پیل شوی دی.

دغه ښارګوټي په ځانګړي توګه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د دایمي او خوندي استوګنې، د داوطلبانه راستنېدو پروسې د اسانه کولو، هېواد ته د کډوالو د راتګ وروسته د دوی د سرګردانۍ د مخنیوي، انساني کرامت، سلامت او امنیت د خوندي کولو، او د ښارګوټو د زېربناوو د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو مرستو د جلبولو په موخه جوړېږي.

تر دې مهاله په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړې توګه؛ په ننګرهار، خوست، کندهار، نيمروز، هرات، فارياب، پکتيا او غزني کې ګڼ شمېر ښارګوټي د جوړېدو په درشل کې دي.

دا ښارګوټي په داسې توګه ډیزاین شوي، چې کډوالې کورنۍ پکې په لنډ مهاله او یا دایمي توګه په ډاډ سره ژوند کولی شي.

د دې ښارګوټو د تفصیلي پلان له مخې، استوګنیز ځایونه، لومړني او منځني ښوونځي، کلینیکونه او روغتیايي مرکزونه، د اوبو رسولو، برېښنا او فاضلاب سیستمونه، جوماتونه، د ټولنیزو غونډو لپاره ځانګړي ځایونه، او همدارنګه د کرنې او کوچنیو کورنیو کسبونو لپاره ځمکې په پام کې نیول شوي دي.

د دغو ښارګوټو د جوړولو په بهیر کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او دولتي ادارو سربېره، یو شمېر نړیوالې موسسې لکه؛ په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR)او سره صلیب هم څه ناڅه ونډه لري.

همداراز، ځینې بشردوستانه مرستې د دوستو او مسلمانو هېوادونو له لوري هم ورکړل شوي دي، چې د دې پروژو د بودیجې او اړینو امکاناتو یو برخه برابروي.

د افغان کډوالو دا پراخه راستنېدنه، سربېره پردې، چې د استوګنې، معیشت او خدماتو په برخه کې ګڼې ننګونې له ځان سره لري، د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي ودې او بیارغونې لپاره یو مهم فرصت هم ګڼل کېږي.

د کمېسیون وروستي اقدامات په ځانګړي توګه د کډوالو د ښارګوټو جوړونه، نه یوازې راستنېدونکو کډوالو ته د باثباته او باعزته شرایطو د برابرولو، بلکې د دغې مهمې لړۍ د سالم مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت د جدي او ریښتیني عزم ښکارندویي کوي.

د دې لړۍ بریا په دې پورې تړلې ده، چې کورنۍ او بهرنۍ مرستې دوامداره او باثباته پاتې او موثره څارنه یې وشي.

همدارنګه، د نړیوالې ټولنې فعاله برخه اخیستنه یقیني شي، ترڅو د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې بهیر نه یوازې د ټولنې پر اوږو بار ونه ګرځي، بلکې د ملي پرمختګ، ودې، هوساینې او یووالي لامل شي.