د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (چهارشنبه، د ثور ۲۴مه) د سوریې د انتقالي دورې له ولسمشر احمد الشرع سره په سعودي عربستان کې لیدنه کوي.
په ورستیو ۲۵ کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ دا لومړی لیدنه ګڼل کېږي.
ټرمپ پرون سېشنبه منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې لومړی سعودي عربستان ته ولاړ او له شهزاده محمد بن سلمان سره یې لیدنه وکړه.
د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان د وليعهد په غوښتنه پر سوریه لګول شوي بندیزونه هم لېرې کړل.
ټرمپ ویلي، چې د سوریې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به هم په دې اونۍ کې لیدنه وکړي.
د امریکا دولت تازه هغه ۱۰ میلیون ډالري جایزه هم لغوه کړې، چې د احمد الشرع په نیولو یې ټاکلې وه.
ټرمپ منځني ختیځ ته له سفر څخه وړاندې ویلي وو، چې امریکا په سوریه د لګول شویو بندیزونو او د اړیکو پر پراختیا غور کوي.
ټاکل شوې چې نن به د امریکا ولسمشر په عربستان کې د سوریې د انتقالي دولت له مشر سره تر لیدنې وروسته قطر ته سفر وکړي.