د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په ساختماني او سیمهییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال حوسنولین مارات شاکر زیانوویچ سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې پر مهال دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ اسلامي امارت له روسیې فدراسیون غواړي څو د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطحه لوړه او رسمي مرحلې ته یې داخل کړي، څو پر سیاسي ډګر سربېره په اقتصادي ډګر کې هم د عملي پرمختګونو شاهدان و اوسو.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت تاسې ته ډاډ درکوي چې افغانستان به د سیمې د یو مسول اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون له سترې محکمې مننه کړې، چې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه یې د اسلامي امارت نوم لرې کړ.
ښاغلي برادر اخوند زیاته کړې؛ اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنی سیاست غوره کړی او موخه دا ده، چې دغه هېواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شي. دا نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ په همدې موخه اسلامي امارت هڅه کوي چې سیمې او لیرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره او په مختلفو برخو کې بهرنۍ پانګونه جلب او جذب کړي.
پر همدې بنسټ د روسیې فدراسیون ته د ښار او په ارزانه بیه د کورونو جوړولو، دولتي ښوونځیو او روغتونونو، سړکونو، پلونو، اوبو بندونو، د اوبو رسولو سیسټمونو او برېښنا رسولو شبکو کې د پانګونې بلنه ورکوو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ افغانستان د شمال-جنوب دهلېز په مسیر کې پروت دی او لېواله دی، چې د دې دهلیز په تقویت او سیمهییز اقتصادي اتصال کې مؤثر رول ولري.
په دې برخه کې د روسیې په څېر د یوه ستر او تاثیر ګذاره هېواد شراکت مهم دی څو نور هېوادونه د سوداګرۍ او ترانزیټ په لاره کې خنډ جوړول د ابزار په توګه ونه کاروي.
نوموړي د دې لیدنې پر مهال افغان–ټرانس د سیمې له مهمو پروژو یاده کړې او ویلي یې دي، دا پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا د وصل په برخه کې مهم رول لري او اسلامي امارت د روسیې فدراسیون څخه غواړي چې د پلان اړوند یې د چارو په بشپړولو کې همکاري وکړي.
ورپسې په ساختماني او سیمهییزو پراختیايي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال خبرې کړي او ویلي یې دي، له افغانستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړی او هیله لري چې دا لیدنه به په نورو برخو کې مهمو پرمختګونو ته لار هواره کړي.
نوموړي زیاته کړې، چمتو دي چې د ښار او کور جوړولو په پروژو کې له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي.
حوسنولین مارات همداراز ویلي، په افغانستان کې د ترانسپورټ په برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه کوي او پوهېږي چې په دې برخه کې اوسمهال په افغانستان کې هېڅ ستونزه نشته.
روسیې فدراسیون چمتو دی چې د شمال – جنوب دهلېز کې افغانستان ته فعاله ونډه ورکړي.
نوموړي په دې اړه د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال غوښتي، چې د افغانستان له لوري رسمي استازی ورمعرفي کړي.
هغه د افغان ـ ټرانس پروژې پر بشپړېدو هم ټینګار کړی.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پر زیاتېدو او بانکي همکاریو باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ د یادو موضوعاتو مفصل راپور له لومړي وزیر او ولسمشر ویلاديمیر پوتین سره شریکوي، څو یې د تعقیب او پلي کېدو په موخه تخنیکي ټیمونه کابل ته واستوي.
دواړو لوریو له خپله اړخه د ذکر شویو موضوعاتو د تعقیب په موخه رسمي استازي معرفي او هیله یې څرګنده کړې، چې د ګډې همغږۍ په صورت کې به په دې برخو کې د پام وړ پرمختګونه ولري.
حوسنولین ویلي، دا ناسته ډېره زیاته مهمه ده، هیله ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي چارو پیل او ښې همغږۍ ته به لاره هواره کړي.