د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ټيلیفوني خبرې وکړې.
په دې مکالمه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزير هند د سیمې مهم هېواد او له افغانستان سره يې اړیکې تاريخي وبللې او هیله يې څرګنده کړه چې دا ړیکې لا پیاوړې شي.
د بهرنيو چارو وزير د متوازن سياست په خپلولو سره ټولو لوريو سره پر مثبتو اړيکو ټينګار وکړ.
مولوي امير خان متقي همداراز افغان سوداګرو او ناروغانو ته د هند د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو او په هند کې د افغان بندیانو د خلاصېدو او هېواد ته د راستنولو غوښتنه وکړه.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر هم له افغانستان سره د هند اړیکې تاریخي وبللې او زیاته یې کړه، چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او په سیاسي او اقتصادي برخو کې يې پر ګډ کار ټينګار وکړ.
ښاغلي جې شنکر همدا ډول د بندیانو قضیو ته د ژر رسېدنې او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو راوستلو ژمنه وکړه.
دواړو لوریو د چابهار بندر په پراختیا هم ټینګار وکړ.