ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: تاتارستان ته مو سفر له لاسته راوړنو ډک و

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د روسيې فدراسيون تاتارستان ته له څلور ورځني رسمي سفر وروسته شنبه د شپې لس بجې د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۷مه نېټه بېرته کابل ته راستون شو.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال دغه سفر د کازان ۱۶م نړيوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه ترسره کړ.

ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال دا سفر له لاسته راوړنو ډک یاد کړ او ویې ویل؛ د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان له ولسمشر او د موردوویا له ولسمشر سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه ګټور مجلسونه درلودل.

نوموړي همداراز وویل؛ د دې سفر پرمهال یې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له دوو مرستیالانو سره هم د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر رامنځته کېدو هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه؛ د دې سفر پرمهال د افغانستان–روسیې سوداګریز فورم هم پرانیستل شو، چې په ترڅ کې یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو همکاریو په برخه کې پینځه مهم هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادونې وړ ده، چې په کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د شاوخوا ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو ۲۰ زره شرکتونو ګډون کړی و.