د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي؛ د هند حکومت په واګه بندر کې د افغان سوداګرو هغه کانټینرونو ته د تګ اجازه ورکړه، چې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکیېچ له امله درول شوي و.
یاده خونه زیاتوي؛ په واګه بندر کې د افغان سوداګرو ۱۶۲ په وچه او تازه مېوه بار کانټینرونه درول شوي و، چې د هند او اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرانو له خبرو وروسته تېره ورځ هندي چارواکو اجازه ورکړه، څو د افغان سوداګرو مالونه هند ته داخل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه همداراز وايي؛ اوسمهال په واګه بندر کې د افغان سوداګرو ستونزه هواره شوې، خو هیله لري چې د اسلامي امارت او هندي چارواکو ترمنځ د خبرو له لارې په بشپړ ډول د دوی ستونزې حل او د واګه بندر له لارې سوداګري عادي حالت ته راوګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له پاکستان سره د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو او له هند سره بیا څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت کلنۍ سوداګري لري.