ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزارت: د هېواد په پوهنتونونو کې شاوخوا ۱۰۰ ملي او نړیوال ژورنالونه جوړ شوي

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په علمي او اکاډمیک نظام کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي، چې له دې جملې څخه یو مهم پرمختګ د ملي او نړیوالو علمي ژورنالونو تاسیس او فعالول دي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي؛ په امارتي پوهنتونونو کې تر اوسه ۵۲ ملي ژورنالونه جوړ شوي دي، چې له دې ژورنالونو څخه د هېواد په دننه د علمي څېړنو، مقالو خپراوي او علمي تبادلې لپاره ګټه اخیستل کیږي.

یاد وزارت زیاتوي؛ سربېره پر دې اووه نړیوال ژورنالونه په کابل پوهنتون کې د طبیعي علومو د بیا کتنې، د ټولنیزو او بشري علومو او د اسلامي مطالعاتو (شرعیات) ژورنالونه، پولي تخنیک پوهنتون کې د انجینرۍ او ټکنالوژۍ نړیوال ژورنال، ننګرهار پوهنتون کې د حیاتي علومو نړیوال ژورنال، کابل طبي علومو پوهنتون کې د افغان طبي نړیوال ژورنال، ننګرهار پوهنتون کې د حیاتي علومو نړیوال ژورنال او په جوزجان پوهنتون کې د اسلامي مطالعاتو (شرعیات) نړیوال ژورنالونه؛ د نړیوالو اصولو او معیارونو پر بنسټ هم تاسیس شوي دي، چې د کور دننه لیکوالانو ترڅنګ، نړیوالو لیکوالانو ته هم پکې د مقالو نشرولو زمینه برابره شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست مسولینو په وینا؛ تر دې وړاندې افغان استادانو او څېړونکو به په ډېرو ستونزو او لوړ لګښت خپلې علمي-څیړنېزې مقالې په یو نړیوال ژورنال کې نشرولې او کله ناکله به د جعلي ژورنالونو ښکار هم کېدل، چې له نېکه مرغه اوس د هېواد په دننه دا اسانتیاوې استادانو او څېړونکو ته برابرې شوې دي.

همدارنګه په خصوصي پوهنتونونو کې ۲۴ ملي او ۱۱ نړیوال ژورنالونه جوړ شوي دي، چې دا ملي او نړیوال ژورنالونه د هېواد تحصیلي نظام او په ځانګړي ډول د خصوصي پوهنتونونو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

باید وویل شي، چې د شاوخوا ۱۰۰ ملي او نړیوالو ژورنالونو رامنځته کېدل د افغانستان علمي او اکاډمیکې ټولنې لپاره یو مهم او ستر تاریخي پرمختګ شمېرل کیږي.

دا پرمختګونه به نه یوازې د استادانو او څېړونکو لپاره د علمي مقالو د خپرولو زمینه برابره کړي، بلکې نړیوالو څېړنیزو حلقو سره به د اړیکو او همکارۍ دروازې هم پرانیزي.