عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچې زیاتېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اجرایوي رییس سوبرټن وروستۍ څرګندونې رد کړې.
یاد وزارت دا څرګندونې له واقعیت سره په ټکر کې بللې او وړاندې شوي ارقام یې ناسم، له دقیقو شواهدو بېبرخې او د هېواد د روانو روغتیايي پرمختګونو پر وړاندې ناعادلانه یاد کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي: “د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې، د روغتیايي مرکزونو شمېر زیات شوی، قابلې او روغتیا پالان ډېر شوي او په ټول هېواد کې د زېږون خدماتو ته لاسرسی اسانه او پراخه شوی دی.”
عامې روغتیا وزارت وايي، د میندو د مړینې کچه چې پخوا ډېره لوړه وه، اوس د پام وړ را ټیټه شوې او په هرو دوو ساعتونو کې د یوې ښځې مړینه له علمي او واقعي شواهدو سره سمون نه لري.
دې وزارت له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان په اړه د معلوماتو له خپرولو وړاندې له عامې روغتیا وزارت سره همغږي وکړي، تر څو د ناسم پوهاوي، وېرې خپرېدو او د خلکو د ذهني ګډوډۍ مخه ونیول شي او د واقعاتو اړوند کره او دقیق ارقام شریک شي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اجرایوي رییس په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د امیندوارۍ یا زېږون اړوند ستونزو له امله خپل ژوند بایلي.