ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جو بایډن د پروسټاټ پر سرطان اخته شوی

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بايډن دفتر ویلي، چې نوموړی د «لوړې درجې» پروسټاټ سرطان پر ناروغۍ اخته شوی او اوس يې دا ناروغي هډوکو ته خپره شوې ده.

تېره جمعه د ۸۲ کلن بایډن پروسټاټ تشخیص شوی، چې کورنۍ یې له ډاکټرانو سره د درملنې په غوراوي فکر کوي.

د جو بایډن د پروسټاټ سرطان د ګلیسن له نهو تر لسو درجو ښودل شوی، چې په چټکۍ د خپرېدو وړتیا لري.

د بایډن عمر او روغتیا د نوموړي د ولسمشرۍ په دوره کې د ډېرو رایه ورکوونکو تر منځ په مهمو اندېښنو بدل شوي وو او په پای کې یې د دویمې دورې لپاره هڅې ناکامه شوې.

نوموړی په يوه تلويزيوني مناظره کې د ټرمپ پر وړاندې د کمزورې کړنې له امله له سختو نيوکو سره مخ شو. وروسته یې بيا ډيموکراټ ګوند پر ځای مرستياله ولسمشره کاملا هرېس نومانده کړه.

د بایډن د ناروغۍ د خبر له خپرېدو وروسته د امریکا دواړو ګوندونو -جمهوریپال، ډیموکراټ- خواخوږي او ملاتړ څرګند کړي دي.

ټرمپ، چې پر بایډن سختې نیوکې کوي او د اقتصاد او بهرنیو ننګونو له امله یې ملامتوي، د نوموړي پر ناروغۍ خواشیني څرګنده کړې او د بېړنۍ روغتیا غوښتنه یې ورته کړې ده.