ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ د اخته بې‌وزله ماشومانو وړیا درملنه پیل کړې

د بنګله دېش مرکز الاسلام بنسټ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همکارۍ کابل کې د هغو ماشومانو وړیا درملنه کوي، چې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ اخته دي.

د یادې ټولنې مسولین وايي، تر دې وړاندې هم دې بنسټ له لوري پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو درملنه په سمه توګه ترسره شوې ده.

د بنګله دېش مرکز الاسلام بنسټ مشر حمزه شهید الاسلام وایي، موخه مو د اسلامي ورورولۍ له مخې د هغو بې وزله ماشومانو درملنه ده، چې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ اخته دي.

نوموړی زیاتوي؛ د اسلامي وروګلوۍ له مخې د یادو ناروغانو درملنه پر موږ حق ده.

ورته مهال په دې ناروغۍ د اخته کسانو کورنۍ چې په خصوصي روغتونونو کې یې د درملنې توان نه درلود، خوښ دي چې وړیا درملنه یې کېږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو په وینا، د بنګله دېش مرکز الاسلام بنسټ له لوري راغلي ډاکټران به په اته ورځو کې د شاوخوا ۱۲۰ ناروغانو درملنه وکړي.