ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو پيل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د هېواد د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيم کې د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی رييس مولوي احمدالله وثيق، د دې رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبري مسولينو، د ملي راډيو تلويزيون د نشراتو رييس ښاغلي قاري نور محمد حنيف، ورزشي مسولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر د ورزش مينوالو ګډون کړی وو.

د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی رييس په لومړي سر کې د دې لیګ له پیاوړي ملاتړي افغان ټلي کام او نورو ملاتړو مننه کړې، چې د ملي لیګ ملاتړ یې کړی دی.

مولوي احمدالله وثيق ویلي، خوښ يم چې د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو په پرانیسته کې ګډون کوم او هیله لرم، چې يوه ورځ به همدا ورزشکاران په نړيوالو لوبو کې ګډون وکړي او هېواد ته به وياړونه راوړي.

دغه راز نوموړي زياته کړې، چې واليبال يو له هغه ورزشونو څخه دی، چې د افغانستان په ګوټ ـ ګوټ کې مینوال لري او د افغانستان واليبال لوبډله اوس په اسيايي او نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې لري او يو ځانګړی ځای يې خپل کړی.

ښاغلي وثیق ویلي، د ورزش اداره تل هڅه کوي، چې داخلي سیالۍ او ورزشي فعالیتونه پیاوړي شي.

همدارنګه د ملي راډيو تلويزيون د نشراتو رییس نور محمد حنيف ویلي، دا د خوښۍ ځای دی، چې د ملت دغه کلتوري لوبه، د ملي رسنۍ له لوري په ژوندۍ بڼه نشرېږي او د ځوانانو پر شونډو يې مسکا راوستې.

نوموړي زیاته کړې، ملي رسنۍ تل د ملت په خدمت کې ده او دوی ته به تل بېلابېلې برنامې، لکه څنګه، چې يې له دې مخکې، وړاندې کړي په راتلونکې کې هم وړاندې کوي.

د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان د دې فدراسیون پر فعالیتونو خبرې کړي او دغه لیګ یې د غوره استعدادونو موندلو لپاره ښه فرصت یاد کړی دی.

نوموړي له ملي سوداګرو غوښتي، چې پر ځوانو ورزشکارانو پانګونه وکړي، ځکه دوی د افغانستان د ورزش راتلونکی جوړوي.

د دې سياليو پيليزه لوبه د خراسان پوهنتون او د خوست سهيلي بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سيالې سهيلي بازانو لوبډلې ته د ۳ – ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه. د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ پرون ( یکشنبه، د غويي ۲۸ مه ) پيل شوې او د روان کال د غبرګولې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي