د پوهنې وزارت وايي، له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستنو شویو زدهکوونکو ته د ښوونې او روزنې د خدمتونو په برخه کې پاملرنه شوې او تېر لمریز کال کې شاوخوا ۲۰ زره زدهکوونکي، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شوي وو، تعلیمي بهیر ته جذب شوي دي.
د یاد وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وايي، له دې زدهکوونکو څخه د ټولګي د سویې تثبیت ازموینه اخیستل شوې او وروسته په بېلابېلو ښوونځیو کې جذب شوي دي.
نوموړی زیاتوي، سږ کال د کابل د پوهنې ریاست له لوري د زدهکوونکو د سویې تثبیت ازموینه په دوو پړاوونو کې اخیستل شوې، چې له امله یې ۷۰۰ تنه زدهکوونکي د تعلیمي کاروان سره یوځای شوي دي.
راستانه شوي زدهکوونکي د تعلیمي کاروان سره د یوځای کېدو له امله خوښ دي او د اسلامي امارت له مسولینو مننه کوي، چې ورته یې په یاد بهیر کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزارت تازه ویلي، تېر لمریز کال یې نږدې ۱۰۰۰ ښوونځیو ته تدریسي او اداري ودانۍ جوړې یا هم ترمیم کړې دي.