د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له څه باندې دوه ساعته ټلیفوني خبرو وروسته ویلي، چې روسیه او اوکراین به سملاسي د اوربند د ټینګښت او جګړې پای ته رسولو په موخه خبرې اترې پیل کړي.
ډونالډ ټرمپ پرون (دوشنبه، د ثور ۲۹مه) له خپل روسي سیال سره د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په موخه څه باندې دوه ساعته ټلیفوني خبرې کړې دي.
ټرمپ له پوتین سره د خبرو اترو بڼه مثبته ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې د اوربند جزیات به پخپله د روسیې او اوکراین له لوري وټاکل شي.
د امریکا ولسمشر پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې روسیه غواړي د جګړې له پای ته رسولو وروسته له متحده ایالاتو سره یو لوی سوداګریز تړون لاسلیک کړي، تر څو دندې او ظرفیتونه پراخه شي.
د ټرمپ په وینا، له پوتین سره یې د خپلو خبرو جزیات د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي، د اروپایي ټولنې له مشرې او د اروپایي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره هم شریک کړي دي.
د روسیې ولمسشر ولادیمیر پوتین هم له ټرمپ سره د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په تړاو خبرې رغنده بللې دي.
پوتین ویلي: “ټرمپ د اوربند په تړاو خپل دریځ روښانه کړ او ما هم ټینګار وکړ، چې روسیه د اوکراین د کړکېچ سولهییز حل غواړي. موږ باید د سولې لپاره اغیزمنې لارې غوره کړو.”
ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې د پاپ فرانسس په استازیتوب واتیکان د مذاکراتو کوربهتوب ته چمتووالی ښودلی دی.
د امریکا ۷۸ کلن ولسمشر ډونالډ ټرمپ ان د نوماندۍ په کمپاین کې څو-څو ځله ټینګار کړی و، چې په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی ږدي، خو تر اوسه یې دیپلوماتیکې هڅې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.