ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي اشغالګرو په تازه بریدونو کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي.

صهیونیستي عسکرو پرون (دوشنبه، د غويي ۲۹مه) د خان یونس اوسېدونکو ته هم خبرداری ورکړی، تر څو د بې‌ساري برید له پیله وړاندې سیمه پرېږدي.

اسرائیلي رژیم په دې وروستیو کې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو پراخه پوځي عملیات پیل کړي او د مارچ له دویمې راهیسې یې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه نیولې ده.

پر غزه د پوځي عملیاتو د زیاتوالي په غبرګون کې برېتانیا، فرانسې او کاناډا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلو دریځ غندلی او ژر تر ژره یې د بریدونو د درېدو او کلابندۍ د ختمېدو غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۳ زره او ۴۷۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۱ زره او ۳۹۸ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې له ۲۸ زره ډېرې ښځې او نجونې شهیدانې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسرائیلو په غزه کې په هر یوه ساعت کې په منځني ډول یوه مېرمن او یوه نجلۍ شهیدانې کړې دي. په دې مېرمنو کې زرګونه میندې وې، چې ماشومان، کورنۍ او ویجاړې ټولنې یې شاته پریښې دي.