ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل نوي والي په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه

د کابل نوي والي مولوي محمد قاسم خالد په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

د بهرینو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د نوموړي د معرفي په مراسمو کې په ګمارنو کې پر وړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي ” اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد ابادۍ ته منډې راونغاړو او پر خپلو پښو یې ودروو. “

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري په اسلامي امارت کې د دندو تغیر او ګمارنې یو اصل ګڼلی او ویلي یې دي، چې “د امیر اطاعت د اسلامي امارت په ټولو لورو فرض دی او باید اطاعت یې وشي. “

له بل لوري د کابل نوي والي مولوي محمد قاسم خالد د خپلې معرفي په مراسمو کې د هېواد له علماوو غوښتي، چې د نظام د ټینګښت او پیاوړتیا په برخه کې همکاري وکړي.

مولوي محمد قاسم خالد له دې وړاندې د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال و.