د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون (سېشنبه، د غویي ۳۰مه) اعلان کړی، چې له اسرائیلو سره یې د یوه نوي سوداګریز تړون خبرې اترې ځنډولې دي.
د بهرنیو چارو وزیر یې ډېویډ لامي پارلمان ته ویلي، چې د اسرائیلو سفیره تزیپي هوتوولي یې احضار کړې او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یې پر مېشتو اسرائیلو نوي بندیزونه لګولي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې غزې ته د مرستو د ۱۱ اونیو بندیز ظالمانه او د منلو وړ نه دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیستي رژیم تازه عملیات غندلي او د غزې د کلابندۍ پای ته رسولو او د بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.
ډېوېډ لامي ټینګار کړی، چې که اسرائیل په غزه کې خپلو وروستیو پوځي بریدونو ته دوام ورکړي او له خنډ پرته د مرستو رسول ډاډمن نه کړي نو د برېتانیا حکومت به نور ګامونه پورته کړي.
برېتانیا دا اقدام په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د عملیاتو د زیاتوالي په غبرګون کې کړی دی.
فرانسې، کاناډا او برېتانیا له دې پرېکړې یوه ورځ وړاندې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د پوځي عملیاتو زیاتوالی غندلی و او ژر تر ژره یې د بریدونو د درېدو او کلابندۍ د ختمېدو غوښتنه کړې وه.
د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر هم پر اسرائیلو سخته نیوکه کړې او ویلي یې دی، چې په غزه کې د ماشومانو د ځورولو او کړاو کچه په بشپړ ډول د زغم وړ نه ده او یو ځل بیا یې د اوربند غوښتنه تکرار کړې ده.
اسرائیلي اشغالګرو تېره اوونۍ په غزه کې پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي، چې څه باندې ۵۰۰ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي. دغهراز له ۱۱ اونیو راهیسې یې غزې ته تلونکې ټولې بشري مرستې ځنډولې، چې فلسطینیان یې له جدي ناورین سره مخ کړي دي.