د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په بېجنګ کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې دواړو لوریو په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریز حجم د پام وړ کچې ته لوړ شي.
نوموړي ټنیګار کړی، هغو ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي چې د زراعتي محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر وخت افغان سوداګر ورسره مخ دي.
مولوي امیر خان متقي د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ترانسپورتي همکاریو، بانکي اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمیسیونونه ګډ کار وکړي.
ښاغلي متقي یو ځل بیا یادونه کړې، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.
د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي، چې د زراعتي محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.
وانګ يي ویلي، چې د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث به چین د افغانستان په اقتصادي وده کې له هېڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.