له تېرو نږدې درېیو میاشتو راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري غزې ته د بشري مرستو د بندولو له امله زرګونه ماشومان د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلچر تازه خبرداری ورکړی، چې په کلابنده غزه کې لوږه او قحطي په چټکۍ سره خپرېږي او زرګونه ماشومان یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.
نوموړي له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، چې غزې ته د بشپړ خوراکي توکو د نه رسېدو په صورت کې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ۱۴ زره ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي.
ټام فلچر د غزې وضعیت وېروونکی ګڼلی او زیاته کړې یې ده:”موږ باید غزه په بشري مرستو ډکه کړو.”
اسرائیلي یرغلګرو د روان زېږدیز کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې غزې ته د خوراکي، روغتیايي او نورو اړینو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې ده. که څه هم چې روانه اونۍ د لومړي ځل لپاره لږو بشري مرستو ته د لېږد اجازه ورکړل شوه، خو د غزې پر اوسېدونکو لا هم نه دي وېشل شوې.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې انروا مشر فېلېپ لازاریني په بروکسل کې اروپايي بشري فورم ته په وینا کې ویلي، چې مرستندویه بنسټونه د اسرائیلو له لوري په غزه کې د شویو وحشتونو د بیانولو لپاره الفاظ نه لري.
د مارچ له پیله په غزه کې د لوږې او خوراځواکۍ له امله لږ تر لږه د ۵۷ ماشومانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې وايي، چې د غزې ۹۳ سلنه یا ۹۳۰ زره ماشومان د لوږې او قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.
صهیونیستي رژیم د بشري مرستو د مخنیوي تر څنګ په دې تړانګه کې خپل بریدونه زیات کړي، چې هره ورځ د ماشومانو په شمول لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان کېږي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېرو څو ورځو کې ۱۰۰ زره فلسطینیان له خپلو کورنو او پناهځایونو ایستل شوي او د قحطۍ له امله داسې خوندي ځای نه لري، چې پناه پکې واخلي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۳ زره او ۵۷۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۱ زره او ۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.