ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د تکواندو نویو ځوانانو ۱۲م پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار له ۲۰ ورزشي کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو نویو ځوانانو د ټاکنو ۱۲م پړاو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

یادې سیالۍ به د نویو ځوانانو ترمنځ، د عمر او په لسو بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شي.

د سیالیو په پای کې به ۴۰ غوره ورزشکاران د کابل ښار د تکواندو نویو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو د پرانیستې مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د پوهنتونونو، ښوونځیو او مدرسو د ورزش د ودې رییس داد محمد ناوک، د تکواندو ملي فدراسیون غړو، روزونکو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

مولوي احمد الله وثیق د کابل ښار د تکواندو نویو ځوانانو د ټاکنیزو سیالیو له پیل څخه خوښي وښوده او ویې ویل؛ دا ډول سیالۍ د غوره ورزشکارانو د موندنې لپاره مهمې دي او په وینا یې د هېواد د ورزش اداره هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې ورزش ته پراختیا ورکړي.

یادې سیالۍ به د کابل ښار د تکواندو نویو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د موندلو او همداراز د نثار احمد عبدالرحیم‌زي له‌خوا د افغانستان لپاره د المپیک په کچه د لومړي مډال ترلاسه کولو په ویاړ ترسره شي.