د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري ایران ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د نفتو له وزیر محسن پاکنژاد سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني او په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضابیګدلي هم ګډون درلود.
کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د نفت او ګازو د سروې، اکتشاف، استخراج او د خامو نفتو د تصفیې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا سربېره د افغانستان د کانونو د پانګونې په تړاو خبرې کړې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د شته هوکړه لیکونو د پلي کېدو پر اهمیت په ځانګړې توګه د اکتشاف، د نفتو او ګازو کاني زېرمو پراختیا، تولید تجربو، د مهارتونو لېږد او همدارنګه د ظرفیت لوړولو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
همدارنګه پرېکړه شوې، چې د موضوعاتو د تعقیب او پروژو د پلي کېدو په برخه کې دې ګډې کمېټې جوړې شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د شته ظرفیتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه ترسره شوې ده.