ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر له ولایتي رییسانو سره د روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد د ۳۴ ولایتونو له عامې روغتیا رییسانو سره د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د پلي کوونکو موسسو د فعالیتونو د څار په موخه ناسته وکړه.

یاده ناسته چې د دوه ورځني روزنیز ورکشاپ له پای ته رسېدو وروسته جوړه شوې وه، د عامې روغتیا وزیر سربېره، د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د دې وزارت د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم او یو شمېر مرکزي رییسانو په‌کې ګډون درلود.

ناسته کې مولوي نور جلال جلالي د هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي غوښتنې سربېره ولایتي رییسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خوړو او درملو پر کیفیت، د پلي کوونکو موسسو له خدماتو څخه پر دوامداره نظارت او د دې وزارت له تګلارو سره سم د اړینو خدماتو وړاندې کولو ته پاملرنه وکړي.

همداراز، ولایتي رییسانو په خپلو خبرو کې د ولسونو لپاره د غوره او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ژمنه وکړه او د خدمتونو د لا ښه‌والي په برخه کې یې یو شمېر وړاندیزونه هم وړاندې کړل، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ له لوري ورته د رسېدنې او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.