ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر د کابل–جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل–جلال اباد لویه لاره د افغانستان له لویو، اقتصادي او مهمو لویو لارو څخه ده، چې د مرکز کابل له بتخاک څلورلارې څخه پیل، د خاک جبار ولسوالۍ، تیزین درې، جکدلک، حصارک، شیرزاد، خوګیاڼو او سرخ رود ولسوالیو څخه په تېرېدو د ننګرهار ولایت له دوه سرکې سره نښلول کیږي.

ټولګټو وزارت د هېواد د اقتصادي او بيارغونې د پلان سره سم د یادې لویې لارې اقتصادي او ترانزیټي اهميت ته په کتو او د ترانسپورتي ستونزو د حل او د کابل–جلال اباد لويې لارې د اوسني سړک د ټرافيکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د يادې لويې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې کار پيل کړی دی.

د کابل–جلال اباد دویم لین سړک، چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، له ډلې یې د ۶۵ کیلومتره سړک د ننګرهار او کابل ولایتونو له لورې له وړاندې په کانکریټي ډول رغول شوی و او پاتې ۸۳ کیلومتره یې په درېیو بېلابېلو برخو تقسیم شوی دی.

لومړۍ برخه يې ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري او رغنیزې چارې یې پینځه میاشتې وړاندې د ننګرهار ولایت له لوري د دوو ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قراداد شوې دي، دا مهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري، چې د اووه کیلومتره په اوږدوالي سره یې کندن کارۍ او سب بیس طبقې چارې بشپړې شوې دي او د یاد سړک د لومړي لاټ په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۷۰ عرادې ماشینري کار کوي.

همدارنګه د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام د ۳۳ کيلومتره سړک رغنیزې چارې د یوه ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري یې دا مهال د ۱۰ عرادې څخه د زياتې ماشينرۍ پرمټ د رغونې کار په چټکۍ سره جريان لري.

ټولګټو وزارت وايي؛ د کابل–جلال اباد لویه لار یوه غرنۍ لویه لاره ده، چې د نورو هوارو لويو لارو او سړکونو په پرتله د غرونو په لوړو او ژورو کې تیریږي، په همدې اساس د غونډیو کټینګ او د ژورو ځایونو ډکول او هوارول ډېر وخت او په ټوله کې د ياد سړک د رغونې چارې کافي وخت ته اړتیا لري.

یاد وزارت د کابل–جلال اباد پر لویه لار ټولپلازا فعاله کړې ده، چې له پیله تردې مهاله یې عواید د يوه استازي په شتون کې مالیې وزارت ته سپارل کیږي او په يو مشخص بانکي اکونټ کې راټولیږي.

دا وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی یوه افغانۍ به هم بې ځایه نه مصرف کیږي او له یادو عوایدو څخه د دغه سړک د رغنیزو چارو لګښتونه او د قراردادي شرکتونو انوایسونه په شفاف ډول تمویل کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني د کابل–جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له کاري بهير څخه له نږدې ليدنه وکړه او د یاد سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسولینو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه لازمې لاښوونې وکړې.